English          دری                      زموږ په هکله            دانجوګانو ریاست                  کومکی اسناد                اریکی

   لمړی صفحه

   غیر دولتی موسسی

  غیر دولتی موسساتو قانون

   ثبت

  راپور ورکول 

   دتصویرونو البوم

  خبرونه او پیښی

 

   انجوګانو د ریاست مجله

 

  آدرس

د انجوګانو ریاست اقتصاد وزارت د ملک اصغر وات کابل افغانستان.

دیجیتل : ۲۷۱۲ ۲۱۰ ۰۲۰

موبایل : ۳۰۳ ۰۲۱ ۰۷۰۰

ایمل : info@ngo-dept.gov.af

  تخنیکی ستونزیٌ

  لمړی صفحه

د اقتصاد وزارت د انجوګانو ریاست یا ډیپارټمنټ (د غیر دولتي کورنیو او بهرنیو مؤسسو ډیپارټمنټ) خوښي څرګندوي چې وروسته له زیاتو هلو ځلو یې د اقتصاد وزارت د رهبري هیأت، د ډیپارټمنټ د همکارانو او د ملي او نړیوالو همکارو مؤسسو په مرسته یې ددې فرصت پیدا کړ چې د اقتصادي او ټولنیز پراختیا په اړه د حقوقي شخصیت، د کاري اجرااتو او د عملي موقف په اړه د انټرنېټ له لارې تازه معلومات او خبرونه په هېواد کې د ننه بهر هېوادوالو او نورو لېوالو ته وړاندې کړي. د غیر دولتي مؤسسو (انجوګانو) فعالیت په افغانستان کې په هغه توګه لکه په پرمختللیو هېوادونو په ځانګړې توګه په غربي هېوادونو کې اوږده سابقه لري او خلک ورسره آشنا او بلد دی، خو په افغانستان کې بیا اوږده سابقه نه لري، او افغانان بیا د اتیایمې کلیزې پر مهال هغه وخت چې خلک په پاکستان او ایران کې مهاجر وو، د انجوګانو له خدمتونو څخه برخمن شول چې په دې توګه د انجوګانو له نوم او فعالیت سره آشنا شول.  د افغانستان د اسلامي دولت د وزیرانو د شورا د ۱۶ / ۰۶ / ۱۳۷۳ نېټې د پرېکړې پر بنسټ د لومړي ځل له پاره د پخواني پلان وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د غیر دولتي مؤسسو (انجوګانو) د فعالیتونو د انسجام او د هغو د راجستر له پاره اقدام وکړي، چې لومړنۍ مقرره یې ۱۶ / ۰۶ / ۱۳۷۳ نېټه په (۷۸۱مه) شمېره رسمي جریده کې چاپ کړل شوه.  وروسته دغه یاده شوې مقرره د غیر دولتي مؤسسو د قانون د ۱۳۸۴ چې د ۲۰۰۵م کال د جون میاشتې سره لري، په نېټه، په ۷ فصلونو او ۴۸ مادو کې تصویب شو او د دولت د ریس له خوا توشېح او په رسمي جریده کې کړل شو. 

انجوګانې له قانون سره سم او د ریپورټ ورکولو د (۰۱) او (۰۲)  فورمو سره سم په هرو شپږو میاشتو کې په ریپورټ ورکولو مکلفې دي، او ددې ترڅنګ مکلفیت لري چې د خپلو کلنیو پلانونو د تطبیق کلنی آډیټ (مالي ارزونې)، د شتمنیو، او د ټولو لګښتونو ریپورټ اقتصاد وزارت او نورو سکتوري ادارو ته وړاندې کړي.  اوسمهال یعنې د ۱۳۸۸ هجري لمریز کال د غويي(ثور) میاشتې تر پایه چې د ۲۰۰۹م کال د مۍ میاشتې سره سمون لري، د انجوګانو په ریاست کې د ټولو (۱۲۹۷) داخلي یا افغان مؤسسو او (۳۱۳) بهرنیو او نړیوالو مؤسوو په شمول ټول ټال (۱۶۱۰) مؤسسې ثبت او راجستر دي. دغه ثبت شوې مؤسسې ډېر مهم او ارزښتناک فعالیتونه ترسره کوي، لکه د تېر ۱۳۸۷ لمریز کال چې د ۲۰۰۸م کال سره سمون لري په اوږدو کې، بهرنیو او کورنیو مؤسسو د ملي پیوستون له پروژو پرته (۲۷۵۳) مختلفې پروژې د (۲، ۶۱۱) ملیون ډالرو په اټکلیز لګښت  د روغتیا، ښوونې او روزنې، د کلیو د پراختیا، د ښځو د خودکفايۍ، د معلولانو او معیوبانو،  ماشومانو، ماین پاکۍ، انتخاباتو، او نورو بشري خدمتونو په ساحو کې تطبیق کړي دي. دغه راز د (۸، ۲۰۸) میلیون ډالرو په اټکلیز ارزښت یې جنسونه، وسایط، روغتیايي او طبي مختلف وسایط او تجهیزات، زراعتي، البسه، درمل، قرطاسیه، د ماین پاکۍ تجهیزات یې د بلاعوضه مرستو په توګه ترلاسه کړي او د ګمرکي معافیت له مخې یې هېواد ته داخل کړي دي او په عملي توګه یې هغه په پراختیايي پروژو او بشري خدمتونو کې کارولي دي. 

د انجوګانو ریاست د اقتصاد وزارت په چوکاټ کې (۲۳) کارمندان لري، چې په څلورو مهمو څانګو کې لکه د انجوګانو د ثبت او راجستر، د انجوګانو د فعالیت د څارنې او ارزونې او د پروژو د ریپورټونو او د انجوګانو د لګښتونو د تحلیل او ارزونې، د ویزو د جاري کولو او انجوګانو سره د مرستې په دود د ګمرکي معافیت او د انجوګانو د فعالیتونو په اړه ملي او نړیوالو مراجعو ته د معلوماتو او ریپورټونو د وړاندې کولو، په برخو کې کار کوي. دغه ډیپارټمنټ د اقتصاد وزارت د سرمشریزې تر لارښوونې لاندې او د همغږۍ د مؤسسو لکه اکبر،ANCB، AWN او د همکارې مؤسسې ICNL  او نورو ملي او نړیوالو مؤسسو په همکارۍ هڅه کوي چې د انټرنېټي پاڼې څخه په ګټې اخیستنې  تازه، ګټور او جالب معلومات خپلو لېوالو ته وړاندې کړي. زموږ باور دی چې د الله تعالی ج په توکل او د ملي او نړیوالو ملګرو او د انجوګانو د کورنۍ او د مدني ټولنې په مرسته به دغه انټرنیټ پاڼه د لوست وړ معلوماتو پر مرکز بدله شي. ان شاالله.

 

 

 

 

 

 

ادغه ویب پانی  د امریکا  د متحده ایالتو نو  د نریوالی پرمختیایی ادارای د مالی مرستو په وسیله  د کاونتر پارت نریوالی موسسی  د افغان  مدنی تولنی  د پیلوتیا نوښت  پروژی له  لاری  د مرستو  په دغه ویب پانی کی ځای پر ځای شوی ُ تول نظرات  او سپارښتنی  د لیکوال/ لیکوالو او آقتصاد وزارت  در انجو کانو ریاست مسولیت دی چی  د امریکا  د متحده ایالتو نو  د نریوالی پرمختیایی ادارایُ د کاونار چارت نریوالی موسسی  او د امریکا د حکومت  د نظر اتو منعکسوونکی نه دی

 ټول حقوق خوندی دي

صفحه نخست | نقشه سایت | تماس با ما